لوګر کې سیلابونو يو ماشوم مړ کړی او سلګونه جريبه ځمکه یې لاندې کړې ده

اطلاعات روز: لوګر ولايت کې د زياتو اورښتونو له کبله سيلابونو راوتلي، چې له امله يو ماشوم مړ شوی او د خلکو سلګونه جريبه ځمکه یې لاندې کړې ده.

په لوګر ولايت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس سید امین وايي، له تېرې شپې راهیسې ددې ولایت مرکز په شمول په خروار، محمد اغې، برکي برک او څرخ ولسواليو کې د زياتو بارانونو له کبله سيلابونه راوتلي، چې د يو ماشوم په ګډون يې د خلکو شاوخوا ۱۰۰۰ جريبه زراعتي ځمکه او يو شمېر څاروي هم له منځه وړي دي.

وروستيو اورښتونو د لوګر سربېره د هيواد په شمال او ګڼو نورو ولايتونو کې هم خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخه مالي زيانونه اړولي دي.