کونړ کې د مالټو حاصلات لس سلنه زیات شوي

اطلاعات روز: د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږکال د دې ولایت د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه زیات شوي دي.

د کونړ د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر نجیب الله عادل نن (یک شنبه، ۲۳ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د دې ولایت په لسو ولسوالیو کې د مالټو ۷۵۰ بڼونه شتون لري چې سږ کال به ۹۸۸ ټنه حاصل ورکړي، چې د تیر کال په نسبت لس سلنه زیاتوالی ښیې.

د ښاغلي عادل په وینا د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل او بڼوالو لپاره د کرنې ریاست له خوا روزنیزې برنامې یاده وي.

عادل زیاته کړه: «سږکال په کونړ کې د مالټو حاصلات د تیر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیې او مونږ هیله مند یو چې دا حاصل به د هر کال په تیریدو زیاتیږي.»

د کونړ د کرنیزو چارو امر همداراز وایي، چې د کونړ اقلیم د سترسو لپاره مناسب دې او له همدې امله به د مالټو سږني حاصلات څه باندې ۹۸۸ ټنو ته ورسیږي.

 د نجیب الله عادل په خبره د بڼوالۍ ملي پروژې په همکارۍ یې په لسو ولسوالیو کې د سټروسو ۴۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې په دې سره به په راتلونکو کلونو کې د مالټو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

هغه زیاتوي: «اوس د کونړ په لسو ولسوالیو کې ۷۵۰ د سترسو باغونه شتون لري او شاوخوا ۴۰۰ مو نور نوي جوړ کړي دي او زمونږ هڅه دا ده چې دا بڼونونه نور هم زیات شي.»

په همدې حال کې بڼوال هم د مالټو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي خو وایي، ډیر کله یې حاصلات د مناسبو وسایلو د نشتون له امله ضایع کیږي.

نور زمان چې د مالټو بڼ یې حاصل ته په رسیدو دی خوښ دی چې سږنی حاصل یې تیر ته ډیر دی خو له حکومت د لازمو وسایلو غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي: «مونږ خوشاله یو چې په خپل وطن کې مو اوس مالټې هم کیږي، خو غوښتنه مو دا ده چې مونږ ته دې عصري وسایل اړونده ادارې راکړي ترڅو وکولای شو، د حاصل د راټولو په وخت ترې استفاده وکړو.»

د کونړ د کرنې ریاست مسولین وایي، د دې ولایت اقلیم د ستروسو لپاره مناسب دی او که حکومت کې د نورو برخو سربیره د ستروسو په برخه کې نوې باغونه جوړ او دې برخې ته پام وکړي نو تر ډیر به له پاکستان او نورو هیوادونو د مالټو د وارداتو مخنیوی وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته