طالبانو په خوست کې ۸ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نيولي

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو له امنيه قوماندانۍ څخه نن (چهارشنبه، ۲۱ د ثور) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کشفي راپورونو پر اساس يې د خوست په مرکز او ځينو ولسواليو کې اته کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې له نيول شويو کسانو سره ۱۲۳ کيلو چرس، ۴۰۰ ګرامه شيشه، پوډر، ډابليټ k او ځينې نور مواد هم يو ځای نيولي دي.

طالبانو دا نه دی ویلي چې نیول شویو کسان څوک دي او دغه مواد مخدر یې چیرته انتقالول.

طالبانو په خوست ولايت کې د يادو کسانو نيول کېدو خبر داسې مهال ورکوي، چې ددوی مشر ملا هبت الله په یوه فرمان کې په ټول هيواد کې د نشه يي توکو په کر، قاچاق او خرڅلاو کلک بنديز لګولی دی.