ننګرهار کې يوې ۱۲ کلنې نجلۍ څاه ته د غورځېدلو له امله ساه ورکړې

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، چې یوه دولس کلنه نجلۍ ددې ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې څاه ته غورځیدلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

د ننګرهار ولايت د رسنیو دفتر څخه نن (پنجشنبه، ۲۲د ثور) په یوه  خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سپین غر ولسوالۍ اړوند «کنډو کلي» کې تېره ورځ د مدينې په نوم يوه دولس کلنه نجلۍ د اوبو ویستلو پر مهال څاه ته غورځېدلې او خپل ژوند يې له لاسه ورکړی.

امنيتي مسوولين وايي، چې سيمې ته د يادې ماشومې ژغورنې په موخه پر وخت رسيدلي و؛ خو هغه ونه ژغورل شوه او ساه یې ورکړې وه.

له دې وړاندې د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو هم ورته پېښې رامنځته شوې وې، چې زیاتره قربانیان یې کم عمره ماشومان وو.