طالبانو ننګرهار کې ۳۵۰ بورۍ امونيم نايتريت او چاوديدونکي توکي نيولي

ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې ځواکونو یې یو بار وړونکي موټر کې ۳۵۰ بورۍ امونیم نایتریت او چاودیدونکي توکي نیولي دي.

د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو استخباراتو ریيس ډاکتر بشير تېره ورځ (پنجشنبه،۲۲ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت ځواکونو یې دې ولايت کې په يوه بار وړونکي موټر کې ۳۵۰ بورۍ امونيم نايتريت او نور چاوديدونکي توکي نيولي دي.

نوموړی وايي، د یادو توکو د انتقال په تور یې درې کسان هم نیولي دي.

هغه همداراز زیاتوي له نيول شويو کسانو څېړنې روانې دي چې د قانوني اجراتو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.