لغمان کې هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ ۱۲ غړو ته مرګ-ژوبله اړولې

اطلاعات روز: لغمان کې ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت علیشنګ ولسوالي کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل،  تیره ورځ ناوخته د علیشنګ ولسوالۍ اړوند اسلام اباد کلي کې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي.

د ښاغلي دولتزي په وینا، د وسله والو طالبانو له لوري په دغو بریدونو کې د دې ډلې د هاوان یوه مرمۍ د علیشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد کې د ملکي وګړو پر یوه کور لګیدلې چې له امله یې د یوې انجلۍ په ګډون درې تنه وژل شوي او ۹ نورټپیان شوي دي.

دولتزی همداراز وایي، چې د یادې نښتې پر مهال د افغان ځواکونو په بریدونو کې د وسله والو طالبانو مهم غړی عبدالملک وژل شوی او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.

دولتزی زیاتوي: «تیره ورځ وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې په شاه تمبول شوي، چې پر مهال یې وسله والو طالبانو د هاوان یوه مرمۍ د ملکي وګړو په کور توغولې چې له امله یې یوه انجلۍ او دوه نارینه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه