د UN د بشري حقونو ځانګړي ریپورټر د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ کابل ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.

ښاغلی بېنټ په لس ورځني سفر افغانستان ته راغلی دی.  د نوموړي د سفر موخه د بشري حقونو د وضعیت ارزونه او د بشري حقونو د نړیوالو تعهداتو په چوکاټ کې د افغانستان د ژمنو د عملي کولو په اړه بحث ته ځانګړی شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له متقي سره په لیدنه کې افغانستان ته د خپل سفر موخه، ټاکل شوی ماموریت او خپل کاري پلان تشریح کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې چې نن (چهارشنبه، ۲۸ د ثور) خپره شوې، متقي له ریچارډ بېنټ څخه غوښتي چې باید په حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندي کړي، نه دا چې د رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو په قول قضاوت وشي.

په دې کتنه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان د دیني ارزښتونو او خلکو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د راپور ورکولو او د څېړنو د ترسره کېدو په اړه وضاحت ورکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلي بېنټ له متقي څخه د «افغانستان د مثبتو پرمختګونو، اوسني وضعیت، بشري حقونو او ټولنې په اړه د مهمو معلوماتو شریکولو له امله مننه وکړه او وېویل چې هغه به خپل راپور د حقایقو پر بنسټ جوړ کړي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر په دغه لیدنه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

نوموړی شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا په دغه دنده ګومارل شوی.  د نوموړي د ګمارنې موخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه، ارزونه او مستند کول اعلان شوي.

بېنټ په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې واک ته د طالبانو زسیدو راهیسې په دغه هیواد کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خراب شوی دی.

طالبانو پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي. اوس مهال ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو بندې شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه شي تللی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته