د هلمند طالبان: موټر پلورنځي دې خپل معاملات پر اسلامي اصولو برابر کړي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو د عدلیې رياست مسوولينو موټر پلورونکو ته خبر ورکړی چې د موټرو پېر او پلور دې د اسلامي احکامو په رڼا کې ترسره کړي.

په هلمند کې د طالبانو د عدلیې رياست ريیس مولوي محمد محمدي وايي، دوی د موټر پلورنځيو مسوولينو ته په بیلابیلو برخو کې سپارښتنې کړي او له هغوئ يې غوښتي چې خپل ټول معاملات د اسلامي شرعي احکامو په رڼا کې ترسره کړي.

د طالبانو دغه چارواکی د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې موټر پلورنځيو ته ورغلی او له هغوئ څخه يې يادې غوښتنې کړي دي.

طالبانو په مشخصه توګه نه دي ویلي چې موټر پلورنځیو ته یې کوم ډول سپارښتنې کړي دي.

مولوي محمدي همدا راز د موټرو د پیر او پلور کاروباريانو څخه غوښتي چې خپل د کاروبار جوازونه نوي کړي او د دوی دولت ته دې ماليه ورکړي.

هغه وايي هغه کسان چې د دوی د اصولو څخه سرغړونه وکړي دوی به ورته د خپل قانون سره سم سزا ورکړي.

محمدي زیاتوي د هغو موټر پلورونکو مخه يې هم نيولې چې له جغل کارۍ څخه به يې ګټه اخيستله.

هلمند کې موټر پلورونکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسي حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته دوی پرعامو خلکو په بیلابیلو برخو کې محدوديتونه لګولي دي.