ننګرهار لیمو

ننګرهار کې د ليمو سږني حاصلات نږدې ۶ زره ټنه اټکل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې تیر کال یې د دې ولایت له باغونو پنځه زره او سل ټنه حاصل تر لاسه کړی و، خو سږکال د دې بڼوڼو حاصلات پنځه زره او نهه سوه ټنه اټکل شوی دی.

د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني نن (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند او په زیات شمېر شخصي ليمو باغونه هم شتون لري.  

د ښاغلي سبحاني په خبره، د ننګرهار خاوره، اوبه او هوا د ليمو ونو پالنې او روزنې ته مناسبه ده چې کال تر بلې د ليمو بڼونه زياتيږي او حاصلات يې لوړيږي.

سبحاني زیاته کړه: «ننګرهار کې سږکال د لیمو حاصلات به شاوخوا ۶ زره ټنه وي دا شمیره تیر کال ته څو چنده لوړه ده اوعلت یې دا دی چې مونږ دې برخه کې مسلکي کسان روزلي.»

کرنیز پوهان وایي، چې ننګرهار د مدیتراني اقلیم لرونکی دی او له همدې امله د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.