ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، چې ددغه ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپیژانده وسله والو درې کسان په ډزو وژلي دي.
د جلال اباد ښار یوه اوسیدونکي د نوم نه یادولو په شرط نن (چهارشنبه، ۲۸ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن غرمه مهال د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «د چپرهار زړې هډې» ته څیرمه د ناپيژانده وسله والو په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.
سرچینې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې وسله وال له سیمې په تیښته بریالي شوي.
ننګرهار کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه ناخبري ښودلې او نه هم تراوسه د یادې پیښې مسولیت چا منلی دی.
په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې یو ځل بیا هدفي وژنو او د جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي چې د مخینوي په برخه کې یې له طالبانو دجدي اقداماتوغوښتنه کوي.