کرزی: د ښځو مخ پټول حجاب نه دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ښځو د حجاب جبري کیدو پرېکړې په اړه ویلي، چې د مخ پټول حجاب نه دی، بلکې دا د ځینو نورو هېوادونو دود دی.

 هغه سي ان ان امریکايي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، «افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د حجاب مسله هم پکې روښانه ده.

 کرزی زیاتوي چې په افغانستان کې ښځې حجاب مراعتوي؛ خو د مخ پټول حجاب نه دی، بلکې دا په ځینو نورو هېوادونو کې یو دود دی.

 پخواني ولسمشر زیاته کړه، چادري هم د افغانستان له دودونو څخه نه ده، بلکې له بهر څخه راوړل شوې ده.

 هغه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې وویل، ښځې باید ددغه دستور پېروي ونه کړي.

طالبانو په یو نوي امر کې د انځوریزو رسنیو څخه غوښتي چې ښځینه کارمندانې دې د خپرونو وړاندې کولو پر وخت خپل مخونه پټ کړي. چې په دې وروستیو کې په خصوصي رسنیو کې یو شمېر ښځینه کار کوونکې د خپرونو پر مهال ماسکونو کې لیدل شوې وې.

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په خپلو تازه بندیزونو کې، د بالغو ښځو لپاره د شرعي حجاب رعایت کول «فرض او ضروري» ګڼلي او چادري یې د «حجاب» ترټولو بهترین ډول بللې ده.

دغه وزارت ویلي، د بې حجابه میرمنو ولي دې اړوند ریاست ته احضار کړل شي. درې ورځې دې حبس کړل شي او حتا محاکمو ته دې وسپارل شي ترڅو به مناسبه سزا محکوم کړل شي.

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خبرو په دوام سره ویلي، هغه میرمنې چې طالبانو سره په دولتي ادارو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي له دندې دې وشړل شي.

واک ته د طالبانو رسیدو سره پر ښځو د مخ پټولو ترڅنګ، په دولتي ادارو کې ښځینه کارکونکې له کارکولو څخه بندې شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو څخه محرومه شوي دي.