ننګرهار کې۲۶۰۰ کسانو ته د خوړو په بدل کې د کار زمينه برابره شوه

اطلاعات روز: ننکرهار کې طالب چارواکي وایي، ددغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۲۶۰۰ کسانو ته د خوړو په بدل کې د کار زمینه برابره شوه.

ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو له دفتر څخه نن (دوشنبه۲ د غبرګولي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت په حصارک، شیرزاد، اچین او نازیانو ولسوالیو کې کاریګرو ته د کار په بدل کې غنم ورکول کېږي.

خبرپاڼې زیاته کړې، دغو ولسواليو ته د ۳۱۰۰ ټنه غنم ځانګړي شوي چې د یاد پروګرام له لارې به په کار بوختو کسانو ته د ورځې ۱۰ کيلو غنم ورکول کېږي چې د ويالو پاکوالي، سړکونو جوړولو او نورو ټولګټو ځاينو په بيارغونه کې به برخه اخلي.

په دې پروژه کې  په کار بوخت کسان هم خوښ دي، چې په اوسنيو سختو اقتصادي شرايطو کې ورته د کار کولو زمینه برابریږي خو له حکومت د ورته نورو بنسټيزو پروژو غوښتنه کوي.