شات

پکتیا کې سږ کال ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي

اطلاعات روز: د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، پکتیا کې د شاتو مچیو وضعیت او کاروبار ښه کېدو له امله، سږ کال په دغه ولایت کې ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت په هلو ځلو پکتیا ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې سارې ډول مخ په کېدو دی.

خبرپاڼې د پکتیا د څارویو روزنې او روغتیایي چارو امر محمد کبیر اسلیمي له قوله لیکلي، شمېرې ښیي چې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا ۴۵۰ واړه او لوی فارمونه شته، چې د شاتو سږنی تولید یې ۹۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

د ښاغلي اسلمي په خبره: «د پکتیا د شاتو په شاوخوا ۴۵۰ فارمونو کې د شاتو له ۹۵ زرو څخه تر ۱۰۰ زره صندوقه مچۍ روزل کیږي. یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچي، سپېرکۍ او سنځله دي، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه وال لري.»

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په پار پر فارم لرونکو د شاتو مچیو وېش، د شاتو مچیو روزنې او د صندوقونو د لېږد رالېږد په هکله فارم لرونکو ته عامه پوهاوی او پر فارم لرونکو د ناروغیو او افتونو ضد درملو وېش هغه چارې دې، چې سږکال تر سره شوي.

یاد ولایت د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري چې دا ددې لامل شوي، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، هلې ځلې کوي، چې د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې خلکو ته نورې اسانتیاوې هم برابره کړې ترڅو په هېواد کې د شاتو تولیدات ډېرشي، چې له یوې خوا د شاتو روزونکو عواید ډېر شي او له بلې خوانه هېواد له دې پلوه پر ځان بسیا شي.