طالبانو ۵ سوه زره لیټره بې کیفیته تېل بیرته ایران ته ګرځولي

اطلاعات روز: په نيمروز کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، له ایران څخه په ۱۲ ټانکرونو کې بار ۵۰۰ زره لیټره بې کیفیته تېل د دې ولایت د نورم او سټنډرډ آمریت  تر څارنې وروسته بیرته دغه هیواد ته وګرځول شول.

په نيمروز کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مديريت مدير قاري عبدالرحيم حذيفه وايي، دغه وارد شوي تېل د نورم او سټنډرډ آمریت تر څارنې او لابراتواري چک وروسته بې کیفیته وپیژندل شول او هیواد ته یې د واردولو څخه مخنیوی وشو.

حذیفه زیاتوي د تېلو دغه ۱۲ ټانکرونه  چې له ایران څخه د ورېښمو له لارې نیمروز ته وارد شوي وو، د طالبانو ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، استخباراتو، ګمرک، نورم او اسټډرډ او کمیساري د استازو په حضور کې، بېرته دغه هیواد ته وګرځول شول.

حذیفه له ملي سوداګرو وغوښتل، چې د ټیټ کیفیت لرونکي موادو او توکو له واردولو ډډه وکړي، ترڅو هېوادوالو ته ستونزې پیدا نه شي، د نه پاملرنې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

په ورته مهال د ياد ټانکرو چلونکي بیا شکايت کوي او زياتوي چې د تيلو د انتقال په برخه کې دوی ته قانون جوړ شي.

يو تن موټر چلونکی عثمان وايي لومړی دې د تيلو د کيفيت په برخه کې قانون جوړ او وروسته دې د دوی د بې کیفيته تيلو مخه ونيسي.

هغه وايي تر دي وړاندي يې هم دغه ډول تيل افغانستان ته را انتقالول خو مخه يې نه نيول کيده.

موټر چلونکی وايي:«داچي دوی اوس زموږ ټانکر له تيلو څخه خالي کوي لومړی يې باید د تيلو د انتقال او کيفيت لپاره يو قانون جوړ کړی وی او وروسته يې د تيلو ټانکرونو مخه نيولی وی.»

خلک بیا دبي کیفيته تيلو د مخنيوي په برخه کې خوښ دي او زياتوي چې ډير وخت يې د نقليه وسايطو پر وخت د بي کیفيته تيلو له امله ستونزې ورته ستونزې پیدا شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر سياسي بدلون وروسته په ټول هېواد کې د تيلو او سون توکو قيمتونه لوړ شوي چې خلک يې د اخیستلو توان نه لري. عام خلک د طالبانو پر حکومت نيوکې کوي چې افغانستان ته په راوړونکو خوراکي او غيرې خوراکي توکو زيات ماليات اخلي چې له امله يې د توکو قيمتونه لوړ شوي دي.