پاکستان ته د طالب پلاوي سفر افغان حکومت سره په مشوره شوی

بهرنیو چارو وزارت:

اطلاعات روز: د هېواد بهرنیو چارو وزارت وایي، له قطر هېواده پاکستان ته د طالب سیاسي پلاوي سفر د افغانستان حکومت سره په مشوره شوی دی.

بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چهارشنبه، ۲۶ لیندۍ) خپره کړې اعلامیې کې ویلي، چې د افغانستان حکومت د طالب سیاسي پلاوي له دغه سفره خبر دی.

د اعلامیې له مخې، یاد وزارت ویلي، پاکستان ته د طالبانو سیاسي کمېسیون پلاوي سفر د افغانستان اسلامي جمهوریت سره په مشوره او کابل ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سفر په پایله کې شوی.

دغه وزارت زیاتوي، دغه سفر د سولې پروسې ځواکمنېدو او افغانستان کې د ملي روغې جوړې هڅو یوه برخه ده او د افغانستان دولت له دې هڅو هرکلی کوي.

اعلامیه کاږي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت د دولت او ملت برحقه غوښتنې د پاکستان اسلامي جمهوري دولت سره شریکې کړي او د تاوتریخوالي په بیړني کمولو، سراسري اوربند په ټینګښت او د رغوونکو مذاکراتو له لارې تلپاتې سولې ته د رسېدو پر ارزښت، ټینګار کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې هیله ښیي، چې پاکستان ته د طالبانو دغه سفر به په نظر کې نیول شویو موخو ته رسېدو لپاره یو عملي او رغوونکی ګام او ګټور وي. افغان حکومت په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت برخه کې د پاکستان له هڅو هرکلی کوي.

پاکستان د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو سیاسي دفتر پلاوي سفر پرون (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ) شوی. د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، دغه پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وویني.