طالبانو ننګرهار کې د ځنګلونو د ساتنې په پار سل کسیزه قطعه جوړه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې هلې ځلې ګړندۍ کړي، چې په همدې موخه یې ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې لپاره سل کسيزه قطعه فعاله کړې.

 ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو له دفتر څخه نن (یکشنبه، ۱۵ د غبرګولي) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار لپار د طالبانو والي ملا محمد نعيم اخند د کرنې وزارت له معين مولوي صدراعظم سره ناسته درلوده او د دې قطعې په فعالیت يې د خوښۍ څرګندولو سربیره غوښتنه وکړه چې کرنې او مالدارۍ وزارت دې د دې ولايت د ځنګلونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ننګرهار په قطعه کې به د بېلابېلو ادارو ١٥ استازي هم ګډون ولري، چې د ځنګلونو د ساتنې سربېره به جوړ شوي « چهارتراش» هم راټول کړي. 

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ختيځ زون کې د فعالیت لپاره به ورته ٤٥٠ کسان د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې استخدام شي.

دا لومړى ځل دى چې په ننګرهار د ځنګلونو د ساتنې له پاره یوه قطعه فعالیږي.

دا قطعه داسې مهال فعالیږي چې لا اوس هم د ننګرهار په لېرې پرتو ولسوالیو کې ځایي خلک د لرګیو د قاچاق او په نا قانونه ډول د ځنګولونو د وهلو څخه شکایت کوي.