تنکی ځوان

ننګرهار کې پولیسو یو تنکی ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي، پولیسو د دې ولایت سره رود ولسوالۍ کې یو تنکی ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنایي ستانکزي نن (پنج شنبه، ۲۷ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې پولیسو تېره شپه د سره رود ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي، چې په نتیجه کې یې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص کړی.

د ستانکزي په خبره د نیول شوي کس د قضيې په تور پنځه تنه نیول شوي هم دي چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی. ستانکزی زیاتوي: «پولیسو تیره شپه د سره رود په ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی چې په تور یې پڼځه تنه نیول شوي.»

یاد کسان داسې مهال نیول کیږي چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې جنایي پېښې ډېرې او خلک یې اندېښمن کړي دي.