انځور: ارشیف

طالبان: د کابل په بګراميو کې مو د داعش یو قومندان وواژه

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې طالب ځواکونو د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د داعش يو قوماندان وژلى او بل يې نيولى دى.

مجاهد د تېرې یکشنبې په شپه (۲۲ د غبرګولي) په خپلو خبرو کې دغه کسان «خوارج» بللي او ویلي یې دي چې دوی په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په جوماتونو، خانقاوو او د برق ستنو د چپه کیدو بریدونو کې لاس درلود.

نوموړي د وژل شوي کس نوم يوسف ياد کړی او ویلي یې دي چې د داعش له مهمو قوماندانانو څخه و. د مجاهد په خبره، د داعش یو بل قومندان محمد اغا بیا د دوی ځواکونو ژوندی نیولی دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، داعش په جوماتونو، ښوونیزو مرکزونو او د ښار په موټرو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی دی. خو طالبانو تل ټینګار کړی چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او له ماتې سره مخ شوی دی.