اطلاعات روز: پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې ناپیژانده وسله والو د ښوونځي پر دوو زده کوونکو ډزې کړي چې یو وژل شوی او بل ټپي دی.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو له امنیه قومندانۍ څخه نن (پنج شنبه، ۲۶ د غبرګولي) په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې پیښه تېره شپه د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پېښې قربانیان د ښوونځي زده کوونکي او کومه شخصي دوښمني یې هم نه درلوده.
د دوی د مالوماتو له مخې برید کوونکي په تېښته بریالي شوي او د نیولو لپاره یې د پلټنو د پیل خبره کړې ده.
په پکتیا، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هدفي بریدونو، غلاو او نورو جنايي پېښو کچه لوړه شوې، چې له امله یې خلک اندېښمن او له طالبانو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.