پکتیا کې د بشري مرستو پر سر د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ شخړه؛ څلور تنه ژوبل شوي

اطلاعات روز: پکتیا کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې اړمنو کورنیو ته د بشري مرستې په سر د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ شخړه شوې.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ ( جمعه، ۲۷ د غبرګولي) د زرمت ولسوالۍ یوې سیمې ته د اړمنو خلکو لپاره بشري مرسته وړل شوې وه، خو د ویش په سر یې د طالبانو او ملکي خلکو ترمنځ شخړه رامنځته شوه.

د سرچینې په خبره چې طالبانو هڅه کوله تر څو اړمنو کورنیو ته ځانګړي شوي خوراکي مواد له ځانه سره یوسي، خو د دې کار د مخنیوي لپاره ځايي خلکو د طالبانو مخه نیولې او هغوی ورباندې ډزې کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي د طالبانو له خوا سخت ډبول شوي او په وخیم حالت د زرمت ملکي روغتون ته استول شوي دي.

 د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس رامنځته شوې ستونزه مني، خو پرمهال یې د ډزو ادعا رد کړې ده.

د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بشري مرستو په نا انډوله وېش تل نیوکه کیږي او د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې چې د یادو مرستو ډېره برخه طالبان خپلو کورنیو او خپلوانو ته ورکوي.