اطلاعات روز: پکتیا کې ځايي سرچینې وايي، په دې ولایت کې د طالبانو په سرحدي لوا بې پیلوټه الوتکې هوايي برید کړی دی.
یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویلي، چې تېره ورځ (دوشنبه،۳۰ د غبرګولي) پکتیا ولایت کې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند په دویمې سرحدي لوا د بې پیلوټه الوتکې له خوا برید شوی دی.
د سرچینې په حواله برید سهار مهال شاوخوا ۱۰ بجې ترسره شو، چې په غبرګون کې یې طالبانو هوايي ډزې هم وکړې.
د ترسره شوي برید او په کې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
یاد برید په داسې مهال ترسره کیږي، چې تېره ورځ د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لفظي شخړه هم رامنځته شوې وه.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس خالقیار احمدزي بیا یاده پېښه رد کړې ده.
له دې وړاندې امریکايي ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو په یوې قرار ګاه هوايي برید کړی و، چې ګڼ مهات یې په کې له منځه وړي و.