کندهار کې د ۱.۵ ميلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو یوې پروژې چارې پېل شوې

اطلاعات روز: د کندهار ولايت د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت کې د ۱.۵ ميلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت د UNDP موسېسې په مالي لګښت د سولرېزې برېښنا پر مټ د اوبو رسولو یوه پروژه افتتاح شوه.

کندهار کې د طالبانو د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت مشر انجنير مولوي جانان آغا وایي، د دغې پروژې په پشپړیدو سره به د شرکت د بریښنا ستونزه حل شي او ټولې اوبه به د سولریزې بریښنا پر مټ تر کورونو رسوي.

د انجنير جانان آغا په خبره، دغه شرکت اوس مهال شاوخوا اته زره ثبت او مېټر داره کورنيو ته اوبه رسوي او په دې برخه کې يې د اړتيا وړ برېښنا ته لاسرسی‌ نه درلود.

دی زیاتوي: «دغه پروژه د سولر برېښنا د تولید پروژه ده مخکې به د اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت خپل د اړتيا وړ اوبه له ځمکې د تېلو د ماشينونو پواسطه را ايستلې او اوس چې دا پروژه بشپړه شي بيا زموږ شرکت د کجکي او تېلو برېښنا ته ضرورت نه لري، يوه ورځ پس به تر خلکو پورې اوبه رسوو.»

په همدې حال کې د کندهار ولايت د يو شمېر ناحيو اوسيدونکي هم د اوبو له نه شتون څخه شکایت کوي.

دغه کسان زياتوي چې اوس مهال د سختو وچکاليو له امله د دوی برمې وچې شوي او د اړتيا وړ اوبه له ټانکرونو څخه د پيسو په بدل کې تر لاسه کوي.

همدارنګه د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له حکومت څخه غواړي څو د ښار او ولسواليو ټولو کورنيو ته پاکي اوبه ور ورسوي چې ستونزه يې هواره شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د کندهار په نهمې ناحیې کې د پاکو اوبو رسولو د پروژې چارې پيل شوي چي تر بشپړه کېدو وروسته به يې ډېري کورنۍ خپل د اړتيا وړ اوبه له هماغه طريقه پوره کوي.