اطلاعات روز: د پکتيا ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د ګردېز اړوند په مهلن سيمه کې د نامالومو کسانو له خوا دوه سړي او يوه ښځه وژل شوي دي.
د پکتیا ولایت امنيه قومانداني وياند حيات الله نظامي وويل، چې دا کسان په يوه کرولا موټر کې په ډزو ویشتل شوي.
نظامي وايي که څه هم د پېښې لامل نه دی مالوم، خو په خبره يې تر ډېره بريده ګمان کيږي چې دا پېښه د ناموسي مسايلو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زياتوي چې تر اوسه د وژل شويو کسانو هويت او دا چې د کوم ځای اوسيدونکي دي، څرګند شوي نه دي.
تر لاسه شوي يو تصوير کې ښکاري، چې له وژل شويو کسانو سره يو ليک هم غورځول شوی، چې پکې ليکل شوي: «څوک چې پردۍ ښځې اختطافوي، په داسې حال کې چې هغه مېړه هم ولري، دا به يې انجام وي.»
پولیس وايي مړي يې د پکتيا حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.
د سيمې خلک هم د پېښې په اړه څه نه وايي.