ننګرهار کې د کوټې چت پریوتو له امله یو تن مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، په دې ولایت کې د یو کور د کوټې چت پریوتو له امله یو تن مړ او پنځه نور ژوبل شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه نن (چهارشنبه، ۱ د چنګاښ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د دغه ولايت د اچين ولسوالۍ په پېښې، صندوق او لنډۍ کلي کې د سخت ورښت له امله د درېيو کورونو خونې پرېوتي، چې له امله يې د يوې کورنۍ يو تن مړ شوی او پنځه نور ژوبل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه تلفات د باران د ورښت له امله دي او تر دې مهاله د تېرې شپې زلزلې له امله کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې تېره شپه سخته واوره ورېدلې چې له امله يې يو شمېر څاروري له منځه تللي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست دغه خبر تاييد کړی خو په تړاو يې نور معلومات نه دي ورکړي.