طالبانو د پاکستاني پلاوي سره د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر شته ستونزو خبرې کړي

اطلاعات روز: د کندهار طالب چارواکو له پاکستاني پلاوي سره د سپين بولدک – چمن لارې پر ستونزو خبرې کړي او په يو لړ مسايلو تفاهم ته رسېدلي دي.

کندهار کې د طالبانو د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د کندهار له پاره د طالبانو والي محمد يوسف وفا، د استخباراتو ریيس، امنیه قومندان، د بهرنيو چارو ریيس، تجارانو او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې له افغانستان به هره ورځ ۱۰۰ تنو بې اسنادو کډوالو او ۵۰ بې اسنادو ناروغانو ته د کمیسارۍ په پرچه پاکستان ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

د خبرپاڼې له مخې چې پاکستان به د میرمنو له پاره جلا لار جوړوي او یوازې ښځې به پرې تګ راتګ کوي.

دغه راز د طالبانو د ولایت مقام ویلي، چې له افغانستان څخه به د لوی اختر له پاره پاکستان ته د څلوېښت زره پسونو د صادرېدو اجازه ورکوي.

د سپين بولدک او چمن تر منځ لاره له ډېر پخوا څخه د بېلابېلو دلايلو له مخې کله خلاصه او کله تړلې وي.

پاکستان ته تلونکي مسافر وايي، پاکستان ته یې سفر تل د جنجالونو سره مل وي او دا ډول وعدې هر وخت ورکول شوي خو کومه عملي بڼه یې نده پیدا کړې.

ياد مسافر زیاتوي، چې پاکستاني ځواکون یې تل ځوروي او هغې غاړې ته د اوښتو په بدل کې پيسې ترې اخيستل کېږي.

د چارو شنونکي بیا وایي، اوس مهال پاکستان ته د تلونکو کډوالو ستونزې تر پخوا څو برابره زياتې شوې او د حل له پاره یې ډیر وخت ته اړتیا ده.

د دوی په خبره، چې د ۴۰زره پسونو په صادرېدو سره به د لوی اختر په شپو او ورځو کې د پسونو بيه تر پخوا ډېره لوړه شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې پاکستان ته تلونکو مسافرو شکايت کوه چې د دغه هېواد د سرتېرو له خوا ورسره ډېر سپک او بد چلند کېږي، هغه څه چې دواړه لورو مسوولین یې نه مني.