د ځمکې د نشتوالي له امله مو د کار ساحه تنګه ده

د خوست صنعتکاران:

خبریال: امېد اشنا

خوست کې ګڼ صنعتکاران او د فابريکو خاوندان شکايت کوي، چې د ځمکې د نشتوالي له امله يې د کار ساحه تنګه شوې او دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د شمېرو له مخې دا مهال په دې ولايت کې د بېلابېلو توکو توليدوونکې شاوخوا ۲۰۰ لويې او وړې فابرېکې فعاليت کوي، خو ډېری يې د مناسب ځای د نشتون له امله د استوګنې په کورونو کې فعالې دي.

که څه هم په دې ولايت کې د صنعتي پارک فعالېدو په اړه ګڼې ژمنې شوې، خو تر اوسه دا چاره نده تر سره شوې.

د دغو فابريکو له ډلې يوه هم د دې ولايت په دوه منده ولسوالي په بازار کې د رخت جوړولو کوچنۍ فابريکه ده چې د کرايې په يو څو دوکانونو کې يې خپل ماشينونه نصب کړي دي.

د رخت جوړولو په دې فابريکه کې څادر، د غاړې دستمالونه، ټيکري، دسترخوان او ځينې نور ورته توکي جوړيږي.

د فابريکې مسول احسان الله وايي چې خپل توليدات د خوست پر مارکېټ سربېره پکتيکا، لوګر او د غزني په ګډون د ځينو نورو ولايتونو مارکېټونو ته هم عرضه کوي.

هغه وويل لويه ستونزه، چې د کاروبار د پراختيا مخه يې نيولې، د کار لپاره د مناسب ځای او د خامو موادو نشتون دی 

نوموړی زياتوي: «په اوس وخت کې موږ ډېر ضرورت چې لرو هغه برېښنا او ځای ته ده او همدا ډول په کور دننه د خامو موادو نشتون بله ستونزه ده چې موږ ورسره مخ يو. اوس موږ خام مواد له بهر نه راوړو، چې کله په وخت راورسيږي او کله نه.»

محمدکريم يو بل صنعتکار دی چې د خوست په ښار کې د فرنېچر جوړولو فابريکه لري.

کريم وايي چې چارواکو څو ځله د دې ولايت د صنعتي پارک فعالولو ژمنې کړې، خو تر دمه په دې اړه عملي ګام ندی اخيستل شوی.

نوموړی زياتوي که روان حالت دوام وکړي ښايي د ډېرو فابريکو کار، چې په کمو امکاناتو فعاليت کوي، زيانمن يا ودريږي.

هغه زياته کړه: «زما د فابريکې ځای ډېر وړوکی دی، دلته هم فرنېچر جوړوم او هم يې خرڅوم، کرايه يې بيخي ډېره ده. که دولت سم ځای راکړي، زموږ کاروبار به ډېره ور سره ښه شي.»

د اعلام له مخې دولت له ډېرې مودې پلان لري چې د دې ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالي کې پر شاوخوا ۲۰۰ جريبه ځمکه صنعتي پارک جوړ کړي، خو د صنعتکارانو په خبره دولت تر اوسه په دې کار کې پاتې راغلی دی.

ولايتي چارواکي وايي په لومړيو کې د صنعتي پارک لپاره ۳۰۰ جريبه ځمکه په نظر کې نېول شوې وه، خو دا چې پر پاتې ځمکه د سيمې خلکو د استوګنې کورونه جوړ کړي، اوس يې اندازه شاوخوا ۲۰۰ جريبو ته راښکته شوې ده.

د خوست د والي وياند طالب منګل وويل چې د صنعتي پارک د جوړېدو په مخ کې هېڅ ستونزه نده موجوده او دوی يوازې صنعتکارانو ته په تمه دي، چې د ځمکې د وېش لپاره خپل غوښتنليکونه ور وسپاري.

منګل وويل: «پر دې ځمکه اجمتاعي مشکل و، چې اوس حل شوی او موږ له صنعتکارانو غواړو چې د اسنادو پروسه طی مراحل کړي، چې ژر تر ژره ځمکې ورته ووېشل شي.»

خو د خوست ولايت د سوداګرې او پانګونې خونې آمريت وايي چې د صنعتي پارک چارې لا هم وروستۍ او د وېش لپاره برابرې شوې نه دي.

اقتصادپوهان وايي که دولت د خوست سربېره د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د زر جريبه صنعتي پارک په چمتو کولو صنعتکارانو او پانګه والو ته زمينه برابره کړي، په هېواد کې به ور سره پانګونه زياته، ملي اقتصاد پياوړی او د بې روزګاري کچه راکمه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته