ننګرهار ګمرک

د ننګرهار ګمرک پنځه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي دي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، پولیسو د ننګرهار ګمرک پنځه کارکوونکي له بار وړونکو موټرو د بډې اخیستو په تور نیولي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وایي، د امنیه قومندانۍ مسوولینو د دې ولایت د لوې لارې پر مسیر د ګمرک پنځه کارکوونکی له باروړنکو موټر د رشوت اخیستو په تور نیولي دي.

ښاغلی امرخیل وایي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه پیسې هم چې له موټر چلوونکو یې اخیستې وې، ترلاسه شوې دي.

امرخیل زیاتوي: «د ګمرک پنځه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي له موټر چلوونکو یې د بډو اخیستو غوښتنه کوله له دوی سره پېسې او نوراسناد هم ترلاسه شوي.»

د ننګرهار ګمرک دغه کارکوونکي داسې مهال د بډو په تور نیول کیږي، چې نیږدې یوه میاشت وړاندې هم د تورخم ګمرک دیرش کارکوونکي د درنو جرمونو پر وړاندې مبارزې ځانګړې قطعې له لوري د فساد په تور نیول شوي وو.