لوګر

لوګر کې د طالبانو دوه بې پېلوټه الوتکې له منځه وړل شوي

اطلاعات روز:  د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي ادعا کړې چې په لوګر کې یې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.

په لوګر ولایت کې د یادې قول اردو د څلورمې پلې لوا ویاند احمدشکیل تسل وايي، چې په دې عملیاتو کې یې د یادې ډلې دوه بې پېلوټه الوتکې هم له منځه وړې دي.

تسل وویل چې دا عملیات په څرخ ولسوالي کې تر سره شوي، چې د دوه «چیچن» اتباعو په ګډون پکې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه: «دې وړو بې پېلوټه طیارو د درې بمونو د انتقال توانايي لرله او د کمپیوټر په وسیله کنټرولېدې، چې له منځه یوړل شوې.»

خو وسله والو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.