د کندهار نیش ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو نږدې لس میلیونه افغانۍ ویشل شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، د دې ولايت په نيش ولسوالۍ کې د يوې موسېسې له لوري پر اړمنو کورنيو نږدې لس ميليونه افغانۍ نغدي مرستې ویشل شوې دي.

کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمد قاسم تسنيم وايي، دغه مرستې د DRC موسېسې له لوري پر ۳۲۷ اړمنو کورنيو باندې توزيع شوې دي.

د تسنیم  په وينا چې د دې مرستو سروې د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست او DRC موسېسې له لوري ترسره شوې او تېره ورځ ورته یادې مرستې وویشل شوې.

هغه زیاتوي، د نغدې مرستو ترڅنګ يې پر ۱۵۵ کورنيو د سرپناه کڅوړې او له ۱۶۱ کورنيو سره ۴۰ بستې د سوی تغذې بسکویټ مرسته ترسره کړې.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې پر اړمنو او بې وزلو کورنيو د ميليونونه ډالرو مرستې وېشل شوي خو عام وګړي بيا د مرستو پر شفافيت ټينګار کوي او د طالبانو له مشرانو غواړي ترڅو دغه پروسه ورته د فساد مخنيوی وکړي.