ننګرهار کې د ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز او یو شمیر نورو سیمو کې د ورښتونو او سیلابونو راوتو له امله پنځه تنه مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.

په دې ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست امر بهیر ساپي نن (دوشنبه، ۳ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار، سره رود، بټي کوټ، کوټ، روداتو او کوز کونړ ولسواليو کې د وروستيو اورښتونو له امله  پنځه تنه مړه شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په يادو ولسواليو کې پنځه سوه د هستوګنې کورونه او ۸ زره جريبه کرنیزه ځمکه هم تخريب شوې ده.

هغه وایي، سیلاب ځپلو سیمو ته یې د سروې ټیمونه استولي او له سروې وروسته د همکارو موسېسو له لوري له ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شي.

د تیرې ورځې د سختو ورښتو او سیلابونو له امله په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې عامو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.