وروستیو سیلابونو پکتیا کې ۵۰۰ کورونه ویجاړ کړي

اطلاعات روز: د پکتیا مرکز ګردیز او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د سیلابونو راوتو له امله ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه یې وړې ده.

د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز  سربېره په زرمت، احمداباد، سیدکرم او ځینو نورو ولسوالیو کې د تېرې ورځې راوتلو سیلابونو له امله له ۵۰۰ ډېر کورونه تخریب او د طالبانو د ولایتي مسوولینو د معلوماتو له مخې چې تر ۱۰ زره هکتاره ډېره کرنیزه ځمکه یې وړې ده.

سیلاب ځپلې کورنۍ وايي، سیلابونو یې د سرپناه هر څه له منځه وړي او اوس مرکز ګردېز کې یې هوټلونو ته پناه وړې ده.

د زرمت ولسوالۍ اړوند د سهاکو سیمې یو تن اوسېدونکی چې له خپلو ماشومانو سره ګردېز ته راکډه شوی اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۳ د زمري) له ماسپښین وروسته یې په کور سیلاب ور وخوت او له وسایلو سره یو ځای یې هر څه له منځه یوړل.

نوموړی زیاتوي، چې د ځان او ماشومانو خوندیتوب لپاره یې اوس مهال له ګڼو نورو خلکو سره یو ځای په یو هوټل کې شپه تېره کړه.

پکتیا کې د سیلابونه اوبه پر کورونو ننوتي او ګن شمیر کورونه یې نړولي دي

هغه له حکومت د سرپناه او نورو بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي، که ورسره مرستې و نه شي، نو ماشومان به یې به ګڼو ناروغیو اخته شي.

نوموړي وویل: «مونږ بېګاه شپه ګردېز ته راغلو او دلته مو په هوټل کې شپه وکړه، له مونږ سره د خپل کلي ګڼ نور خلک هم و، کورونه مو تېره ورځ سیلاب یوړل او اوس د سرپناه لپاره هیڅ هم نه لرو او نه تر اوسه حکومت کوم د مرستو اقدام کړی دی.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو ویلي، چې د تېرې ورځې د سیلابونو له امله ۸ کسان مړه شوي او ۶ نور په کې ټپیان دي.

د دوی په خبره، چې سیلابونو زیات تلفات په مرکز ګردېز او د زرمت په سهاکو سیمه کې خلکو ته اړولي دي.

په ورته مهال د دوی د معلوماتو له مخې چې د نورو زیانونو سربېره راوتلو سیلابونو له ۱۰ زره هکتاره ډېره کرنیزه ځمکه هم له منځه وړې ده.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پکتیا سربېره د سویل ختیځ زون په ټولو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو راوتو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

سیلاب ځپلي خلک له نړیوالو خیریه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.