اطلاعات روز: د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسن وايي، چې د تاشکند په ناسته کې یې په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ، چې ښځې او نارینه باید هم پکې ګډون ولري.
د افغانستان په اړه د تاشکند ناسته نن (سېشنبه، ۴ د زمري) د ازبکستان په پلازمېنه کې ترسره شوه. په دې ناسته کې د امریکا په ګډون څه باندې ۲۰ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو استازي برخه لري.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن ویلي، چې په دې ناسته کې یې د یوه داسې مشروع او پراخ بنسټه حکومت پر رامنځته کیدو ټینګار کړی چې« ټول افغان نارینه او ښځې په کې د ویلو لپاره یو څه ولري[یو ډول حقوق ولري] او بېلابېلې سیاسي، قومي او فرقه یي ډلې په کې شتون ولري.»
هغه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو او قومي اقلیتونو لکه هزاره ګانو او شیعه ګانو له حقونو څخه د سرغړونې او د رسنیو د ازادۍ په اړه یې د یوناما د موندنو یادونه کړې ده.
نیکلسن زیاته کړې، چې د افغانستان اقتصادي ننګونو حل لپاره لپاره طالبان اړ دي چې د بودیجې د شفافیت، د قانون د حاکمیت او د افغانستان د مرکزي بانک د خپلواکۍ د تامین لپاره ګامونه پورته کړي.