انځور: ارشیف

ننګرهار کې د ګوټې چت پریوتو له امله د یوې کورنۍ اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي، د دې ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د کوټې چت پریوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څلور تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یوه اوسیدونکي الفت شینواري نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې یاده پیښه تیره شپه (چهارشنبه، ۵ د زمري) د سپین غر ولسوالۍ د مامند سیمې اړوند «مکړنه» سیمه کې د سختو بارانونو له کبله رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، د بارانونو له امله د عضمت الله په نامه د یو ځایي اوسیدونکي د کوټې چت راغورځیدلی چې له کبله یې د یوې میرمنې په ګډون څلور ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی له حکومتي ادارو او خیریه بنسټونو غوښتنه کوي چې له یادې کورنۍ سره دې مرسته ترسره کړي.

له دې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې لامل یې د کورونو زوړوالی او د بارانونو شدت ښودل شوی دی.