د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: وروستیو سیلابونو د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند «روکیانو» سیمه کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د زمري) سیلابونو یو ډاټسن موټر وړی، چې په کې دوه ماشومان مړه شوي او درې نور کسان  ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، چې د ماشومانو جسدونه یې د سیلاب په اوبو کې پیداکړي او ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

د سرچینې په حواله د دغو سیلابونو له امله لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او هم د خلکو ځینې کورونه نړولي دي.

د سویل ختیځ زون په لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د سیلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي، خو د ځايي معلوماتو له مخې چې ډېر تلفات یې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز، احمد ابا، زرمت، سیدکرم او ځینو نورو ولسوالیو کې خلکو ته اړولي دي.

که څه د طالبانو حکومت سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو ډاډ ورکړی، خو د ډیری سیمو زینمن خلک نیوکه کوي، چې اړونده ادارو یې تر اوسه پوښتنه هم نه ده کړې.