سرې میاشتې ارزګان کې ۲۰۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته وچه ډوډۍ او ملایي ویشلي

اطلاعات روز: ارزګان کې افغان سرې مياشتې ټولنې ۲۰۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او ۱۵ کورنیو ته غیرې خوراکي توکي ویشلي دي.

د افغان سرې مياشتي مطبوعاتي مسوول عبدالواحد حليمي وايي، چې دغه مرستې يې هغو کسانو ته ورکړي کوم چې د ورستيو سيلابونو پر مهال زیانمن شوي وو.

هغه وايي په دغه مرستو کې خېمې، کمپلې، د اوبو ډبي، يو ترپال او همداراز وچه ډودۍ او ملايي شامله وه.

نوموړی زیاتوي، چې د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ورستيو سيلابونو له امله ۵۰۰ کورونه هم له منځه تللي دي.

د ده په خبره: «افغان سرې میاشتې‌ ټولنې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۱۵ کورنیو ته غیري خوراکي مواد او ۲۰۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته وچه ډوډۍ او ملایي وویشله، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د آب فران نومې سیمه کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله خلګو ته په زیات شمېر مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي، چې شاوخوا ۵۰۰ کورونه اوبو تخریب کړي او د استوګنې نه دي.»

ورته مهال د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه په خپرو شويو ويډيو ګانو کې خلک ادعا کوي چې د ورستيو سيلابونو له امله دوی ته په زيات شمير زيانونه اوښتي دي او لاهم تر شنه اسمان لاندي ژوند کوي.

يوه د پاخه عمر لرونکي ميرمن غوښتنه کوي چې له دوی سره دې مرستې وشي.

دارزګان د ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ارزګان کې د طالبانو مرستيال والي حاجي مزمل او د دغه ولایت امنیې قومندان ملابشير خاص ارزګان ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته يې زيانمن شوو کسانو ته خوراکي او غيرې خوراکي توکي ويشلي دي.

د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې په راتلوونکو څو ورځو کې بیا هم په ځینو ولایتونو کې د باران او سیلابونو راوتو اټکل کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه