پکتیا کې پاکستاني پوځیانو پر افغان مسافرو ډزې کړي؛ پنځه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وایي، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه  د پاکستاني پوځیانو له لوري پر افغان مسافرو ډزې شوي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د سرچینې په حواله پېښه د تېرې جمعې په ورځ (۷ د زمري) هغه مهال رامنځته شوه، چې د افغان مسافرو د ځورونې له امله د طالبانو سرحدي کسانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ  لومړی فزیکي برخورد رامنځته شو.

له تېرو دریو ورځو راهیسې د ډنډپټان او پاړاچینار ترمنځ لاره د مسافرو د تګ-راتګ پر مخ  تړل شوې او له کرښې پورې غاړې لاهم ګڼ افغانان بند پاتې دي.

پورې غاړه په صده سیمه کې یو افغان چې ځان یې وسیم معرفي کاوه اطلاعات روز ته په رالېږل شوي پیغام کې ویلي، چې د پاکستاني پوځیانو له لوري افغانانو ته اجازه نه ورکول کیږي، تر څو خپل هیواد ته ستانه شي.

په سیمه کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه د رامنځته شوې ستونزې او په کې افغان لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې مهال رامنځته کیږي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب پکتیا ته په سفر کې له ډیورنډ فرضي کرښې د لیدنې پر مهال له پاکستان سره پر پوله د ښو اړیکو جوړېدو یادونه کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه