د محرم ویر کوونکو پر وړاندې امنیتي‌ګواښونه؛د کابل لویدیځ کې مخابراتي خدمات قطع شوي

انځور: ټولنیزې شبکې (کیهان)

اطلاعات روز: د کابل په لویدیځ کې د امنیتي ګواښونو له زیاتیدو سره په دې سیمه کې له پرون راهیسې مخابراتي خدمتونه قطع شوي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، دا مهال په درېيمه، پنځمه او ١٣مه ناحيه کې د ګرځنده مبایلونو انتنونه کار نه کوي.

د دیارلسمې ناحیې یو تن اوسیدونکی وايي، چې له پرون راهیسې د مخابراتي شبکو انتنونه پرې شوې دي.

تر اوسه د دې کار لامل نه دی څرګند شوی.

د مخابراتي شرکتونو له ډلې یې یو وايي، چې د محرم له امله د کابل ښار په لویدیځ کې مخابراتي چوپړتیاوې له تخنیکي ستونزو سره مخ شوي دي.

په دې وروستیو ورځو کې د کابل په لویدیځ د شیعه ګانو ګڼ مېشتو سیمو کې د محرم ویر کوونکو پر وړاندې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.

په دې سیمه کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو حضور هم زیات شوی دی. دشت برچي ته ځينې سړکونه تړل شوي دي.

خو په دې وروستیو ورځو کې د کابل لویدیځ د خونړیو بریدونو شاهد دی.

د جمعې او شنبې ورځو کې سرکاریز او پول سوخته سیمو کې دوه چاودنې وشوې. په دغو چاودنو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته