د بښنې نړیوال سازمان: طالبان باید د هزاره ګانو د خوندیتوب لپاره خپل اقدامات زیات کړي

اطلاعات روز: د بخښنې نړیوال سازمان د کابل لویدیځ د شیعه ګانو په سیمه کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې طالبان باید سمدستي د هزاره شیعه ټولنو د خوندیتوب لپاره خپل اقدامات زیات کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې چې د دوشنبې په شپه (۱۷ د زمري) خپور شو، د دغه سازمان د جنوبي اسیا سیمې څېړونکي زمان سلطاني له قوله راغلي چې په افغانستان کې د هزاره شیعه «لږکیو» پر وړاندې سیستماتیک بریدونه ښايي یو بشري جنایت وي باید په کلکه وغندل شي.

هغه ویلي دي چې په تېر کال کې پر هزاره ګانو ډیر بریدونه ترسره شوي دي؛ خو په تړاو یې هیڅ اقدام نه دی شوی.

سلطاني زیاته کړې، دا اړینه ده چې طالبان د افغانستان د واکمنانو په توګه د نړیوالو قوانینو له مخې د دغو بریدونو په اړه سمدستي، بې پرې او بشپړه څېړنه وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، پر هغه کسانو چې د دې «جرمونو» د ترسره کیدو شک کېږي، اعدام ته د رسیدو وړاندې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په ملکي محکمو کې عادلانه محکمې سره مخ شي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څیړونکی، زمان سلطاني زیاته کړې، چې طالبان په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې د ټولو اړینو اقداماتو مسوولیت لري.

په دې وروستیو ورځو کې د کابل په لویدیځ کې شیعه ویر کوونکي د مرګوني بریدونو موخه ګرځیدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي چې د کابل لویدیځ کې په وروستیو چاودنو کې چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې تر ۱۲۰ ډیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د عاشورا مراسم پرون په کابل او ځینو ولایتونو کې د طالب ځواکونو له سختو امنیتي تدابیرو سره ترسره شول. طالبانو په کابل کې د امنیت د تامین په موخه د مخابراتي شبکو انتنونه قطع کړي وو.