اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په نورستان کې له ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.
د نورستان ولایت د رسنیو له دفتر څخه نن (سې شنبه، ۱۸ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د دفتر یا UNHCR مشر ویلیم نورستان ولایت ته ورغلی او دغلته یي د طالبانو د والي حافظ محمداغا حکیم او د بېځایه شوو کورنیو له استازو سره کتلي دي.
خبرپاڼې د ویلیم له قوله ویلي چې د دوى ادارې دا مهال په دغه ولايت کې د پنځه سوه کورنيو لپاره د غيرخوراکي توکو بستې راوړي او نن يې د وېش لړۍ هم عملاً پيل کړه.
هغه زیاته کړه چې دوى په ياد ولايت کې له څلور زره نورو کورنيو سره د مرستو په موخه سروې پيل کړې او د ژمي له رارسېدو مخکې به یې ووېشي.
په همدې حال کې د نورستان اوسیدونکي هم له ترلاسه شویو مرستو خوښ دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې سربیره له نورو خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو د ورته نورو مرستو غوښتنه کوي.