انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبانو بلخ کې دوه ځوانان ووژل

اطلاعات روز: بلخ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې دوه ځوانان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، دغه دوه ځوانان تېره شپه (شنبه، ۲۲ د زمري) د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې هغه مهال د طالبانو له لوري وژل شوي، چې د دوی د تلاشي له ځایه یې تیښته کړې وه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. ورته مهال له دې ډلې څخه غیر رسمي سرچینې وايي چې یاد کسان په غلا تورن وو.

دغه دوه ځوانان حسیب الله او روهید نومیدل او د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې اړوند د دشت شور اوسیدونکي وو.

د حسیب الله یو خپلوان وايي، چې هغه په سرپل ولایت کې د یوې مرستندویه موسېسې کارکوونکی و او یوازې د رخصتۍ د تېرولو لپاره کور ته راغلی و.

د ځایي سرچینو په وینا روهید هم څو ورځې وړاندې له ایران څخه راستون شوی و.