کابل کې د اروپايي ټولنې د سرپرست استازي ماموریت پای ته ورسېد

اطلاعات روز: کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر ارنوټ پاولز د خپل ماموریت د پای اعلان کړی او ویلي یې دي چې افغانستان کې خپل سفر پای ته رسوي.

نوموړي نن (سې‌شنبه، ۱ د وږي) د خپلې دندې د پای اعلان کړی دی.

داسې ښکاري چې ښاغلی پاولز د خپل ماموریت له پای ته رسېدو څخه راضي نه دی او په یوه ټویټ کې یې لیکلي: «تاسو کولای شئ له افغانستانه ډیپلوماټان وباسئ، خو افغانستان له ډیپلوماټانو نه شئ ایستلای.»

هغه لیکلي چې رافالا یدیس به په کابل کې د هغه ځای ناستی شي.

ارنوټ پاولز په دې وروستیو کې په یوه ټلویزیوني مرکه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې وه، او ویلي یې دي چې دا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې یو له مهمو لومړیتوبونو څخه شمیرل کېږي.

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورکول او د يوه ټول شموله حکومت جوړول د اروپايي ټولنې نور لومړيتوبونه دي.

ښاغلي پاولز ویلي دي، چې د نړیوالې ټولنې غوښتنه د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول او ښځو ته د کار او زده کړو حق ورکول د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه