اطلاعات روز: د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، په دې ولسوالۍ کې یو ۲۹ کلن ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.
د سرچینې په حواله پېښه تېره ورځ (شنبه، ۵ د وږي) ناوخته د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند «په لنډۍ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
وژل شوي ځوان له دې وړاندې د تېر نظام په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کړې وه، د دغې پېښې په تړاو په پکتیا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په سویل ختیځ زون کې د هدفي وژنو له امله خلک اندېښمن دي او غوښتنه کوي، چې د دا ډول پېښو مخنیوي لپاره دې هڅې وشي.
د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې چې تر اوسه په ډیری دا ډول هدفي پېښو کې د تېر جمهوري نظام کارمندان په نښه شوي دي.
