اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې ناپیژانده وسله والو یو کونډه میرمن په ډزو وژلې ده.
د ننګرهار د کوز کونړ یا ښېوې یوه اوسیدونکي صفت الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه (یکشنبه، ۱۳ د وږي) د یادې ولسوالۍ اړوند په «کچړې» سیمه کې ناپيژانده وسله والو یوه کونډه میرمن د خپلو درې لورګانو په مخ کې په ډزو وژلې ده.
هغه وایي، د کونډې میرمنې له وژل کېدو یو ساعت وروسته تېزه زلزله وشوه او له هغې وروسته څلور نورې جټکې وشوې، د شديدو ټکانونو سربېره يو هيبت ناکه غږ هم اورېدل کېده او اوس خلک داسې فکر کوي چې د همدغې پېښې له امله په ياده ولسوالۍ دا افت راغلې دی.
نوموړی وایي، وژل شوې میرمن د داد الله په نامه د یو ځایي اوسیدونکي ښځه وه، چې خاوند یې کلونه وړاندې وژل شوی و او یاده میرمن له دې مخکې په څو ځلي د ولسوالۍ مقام ته عارضه شوې وه، ترڅو دخپل پلار ځمکه له تربورانو څخه واخلى خو تراوسه نه وه بریالۍ شوې.
هغه وایي، ګمان کوي چې یاده پېښه به د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوي وي.
هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالب چارواکو نظر هم واخلو خو په اخیستو یې بریالي نشو.
