د روسیې سفارت ته څېرمه چاودنه؛ ګوتریش او وېسټ وغندله،داعش یې مسوولیت واخیست

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه برید غندلی دی. د امریکا ځانګړي استازي هم دغه برید غندلی دی.

ښاغلي ګوتریش په یوه بیانیه کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو په ګډون پر ملکي وګړو او ملکي شیانو بریدونه په کلکه منع دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم پرونۍ چاودنه یو ترهګریز برید بللی او هغه یې غندلی دی.

هغه په ​​یوه ټویټ کې لیکلي چې دا ډول تاوتریخوالی هیڅ موخه نه لري.

پرون (دوشنبه،۱۴ د وږي)  له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د کابل دارالامان سیمه کې د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې کابل کې د دغه هیواد د سفارت قونسلګرۍ مخې ته «یوه نامعلوم شر اچوونکي سړي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.».

طالبان وایي، د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د روسیې سفارت ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي. د طالب امنيتي ځواکونو له خوا په نښه شو او ورسره چاودیدونکي توکي هم وچاودیدل.

په دې چاودنه کې څلور افغانان او دوه روسي ډيپلوماټان وژل شوي او تر لسو ډېر ټپيان دي.

داعش ډلې د دې چاودنې پړه منلې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، دې ډلې د ټیلیګرام چینلونو له لارې په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د داعش یوه جنګیالي د سفارت سره نږدې «خپل ځانمرګی واسکټ ته د روسیې کارمندانو په ګډون په یوه ګڼه ګوڼه کې» چاودنه ورکړې ده.

دا د پرلپسې ځانمرګو بریدونو وروستی هغه دی چې داعش یې مسوولیت پر غاړه اخلي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته