اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه هټیوال ځان زندۍ کړی دی.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د بارک مارکيټ يوه دوکاندار د نوم نه ښودولو په شرط اطلاعات روز ته وويل چې تيره شپه (جمعه، ۲۵ د وږي) د ياد مارکيټ يوه هټیوال محمد نعيم ځان وژنه کړې ده.
نوموړی وايي، محمد نعيم چې له ډيرې مودې راهیسې یې په ياد مارکيټ کې د پرچون توکو پیر او پلور کوه تيره شپه يې د نامعلومو دلایلو له مخې خپل ځان ته زندۍ اچولې او مړ شوی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې د يادې وژنې اصلي لامل به څه وي خو، تر ډيره دغه ډول پيښې د اقتصادي او کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کيږي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته هیواد کې د ځان وژنې پیښې ډیرې شوي چې خلک یې لامل فقر، بې سوادي او کورنی تاوتریخوالي بولي.