جلال اباد کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار ته د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول نیول شوی دی.

د ننګرهار  والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۸ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې  ته وویل، تیره شپه د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې په سیمه کې د ښار لپاره د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول «تسل عزیز» چې په اصل کې د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی، ژوندی نیولی دی .

د امرخیل په وینا، نیول شوي داعش په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

امرخیل زیاتوی: «تیره شپه ملي امنیت د جلال اباد شار کې د عملیاتو پرمهال د داعش دلې د جلب او جذب مسوول ژوندی نیولی دی.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه