پکتيا او هلمند ولایتونو کې د نشه يي موادو درې کارخونې له منځه وړل شوي

اطلاعات روز: پکتیا او هلمند ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایتونو کې د نشه یي موادو د تولید دوې کارخانې په هلمند او يوه په پکتیا کې کشف او له منځه وړل شوي دي.

پکتيا ولايت کې د طالبانو له امنيه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۲۸ د وږي) يې د ځانګړو عملياتو پر مهال د دغه ولايت د سيدکرم ولسوالۍ اړوند «المګۍ اپشان» سيمه کې د نشه يي موادو د جوړولو يوه کار خونه کشف کړې او په تړاو يې د يو تن مسوول کس په ګډون ۱۴ کارکوونکي هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د جبار په نوم يو کس چې د هلمند ولايت اوسېدونکی دی، په دغه کارخانه کې به يې بېلابېل نشه يي مواد جوړل.

په خپرې شوې خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې چې د طالبانو امنيتي ځواکونو ته په دغو عملياتو کې په زياته کچه چرس، چينه، ترياک او ځينې نور مواد هم لاسته ورغلي دي.

په ورته مهال د هلمند ګرشک ولسوالۍ «انجران» حوزه کې هم طالبانو د نشه یي توکو د تولید دوې کارخانې کشف او له منځه وړل شوي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعتو او کلتور رییس وایي، ټول نیول شوي نشه یي توکي یې سوځولي دي.

پکتيا ولايت کې داسې مهال د نشه يي توکو د يوې کارخانې د نيول کیدو خبر ورکول کېږي، چې د پکتيا په لرې پرتو ولسواليو کې لاهم په زياته کچه چرس کرل شوي او همدا د خلکو د اقتصادي ستونزو د هواري ورځنی کاروبار ګرځېدلی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه