سږ کال پکتیا کې د جلغوزیو حاصلات کم شوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د لېرې پرتو ولسوالیو د جلغوزیو کاروباریان او سوداګر وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د جلغوزیو په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.

ډنډپټان، جانیخېل، احمدخېل او ځاځي اریوب د پکتیا ولایت هغه ولسوالۍ دي، چې غرونه یې د جلغوزیو په ونو پوښل شوي او ځايي خلک یې له حاصلاتو هر کال د پام وړ پیسې تر لاسه کوي.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د سږ کال شدیدو ورښتونو له امله یې د تېر کال په څېر د پام وړ حاصلات نه دي تر لاسه کړي او په خبره یې چې نشي کولی له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د ځاځي اریوب ولسوالۍ د علي خېلو سیمې یو تن اوسېدونکي او د جلغوزیو کاروباري فرهاد ځاځي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې د سیمې ډیری اوسېدونکي د جلغوزیو له حاصلاتو د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي او په خبره یې چې د تېرو کلونو په پرتله یې حاصلات کم دي.

پکتیا کې د جلغوزیو یو تن سوداګر. انځور: اطلاعات روز

هغه وايي: «سږ کال په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د جلغوزیو په حاصلاتو کې ډېر کموالی راغلی دی، زما په فکر چې د دې کموالي لامل به وروستي بارانونه وي ځکه پخوا مونږ په لویه کچه غوټې راشکولې وې خو هماغه اندازه له سږ سره ډېر توپیر لري یعنې کمې شوې دي.»

د پکتیا ولایت د ختیځو ولسوالیو په مسیر د جانیخېلو اوسېدونکي هم تر ډېره د خپلو سیمو له غرونو د جلغوزیو په کاروبار بوخت وي او د ځايي خلکو د ګټې وټې تر ټولو ښه سرچینه یادیږي. په دغه ولسوالۍ کې هم سوداګر او هم د سیمې اوسېدونکي د جلغوزیو په سږنیو حاصلاتو خوښ نه دي او وايي، تېر کال لسګونه ټنه جلغوزي د پروسېس په موخه خوست او مرکز ګردېز ته انتقال شوي و، ولې سږ کال دا کچه کمه یادوي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي سلیم افغان داسې وویل: «زمونږ د جانیخېلو ولسوالۍ ډیری غرونه د جلغوزیو په ونو پوښل شوي او بیا مو د قومي تړون له مخې د ساتنې لپاره هم اصول ټاکلي دي، د جلغوزیو د حاصلاتو په اړه به دومره درته ووایم چې تېر کال یوازې زمونږ له ولسوالۍ په زیاته کچه حاصلات د پروسېس لپاره خوست ته انتقال شول همداسې یوه اندازه ګردېز ته، خو تر اوسه چې مونږ له هر چا پوښتنه کړې نو دوی وایي سږ دغه حاصلات ډېر کم دي.»

د پکتیا ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ غرونه چې د جلغوزیو په ونو پوښتل شوي. انځور: اطلاعات روز

په تېر جمهوري نظام کې د جلغوزیو د قاچاق مخنیوي لپاره د پام وړ هڅې شوې وې او ډیری د داسې پېښو مخه ونیول شوه، چې د پکتیا ولایت د ډنډپټان او د پکتیکا ولایت له انګور اډې لارې په ناقانونه ډول د دغې قیمتي میوې بار موټر چې پاکستان ته یې د وړلو هڅه کوله راګرځول شوي او هم یې د افغانستان په نوم د هوايي دهلیز له لارې چین او نورو هیوادونو ته انتقالول، خو د نظام له سقوط وروسته اوس بیا په دې اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي او خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې بهر ته دې د حاصلاتو د صادارتو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.

د خوست ولایت د جلغوزیو یو تن سوداګر قدیم ځدراڼ په دې اړه له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې ځینو کسانو هڅه پیل کړې تر څو په ناقانونه ډول یې پاکستان ته انتقال کړي.

د خوست ولایت په ګدامونو کې له جلغوزیو ډکې بورۍ چې بهر ته د نه صادریدو له امله د له منځه تلو په حال کې دي. انځور: اطلاعات روز

د هغه په خبره سوداګر د دې پر ځای چې حاصلات یې په ګدامونو کې خراب شي، نو مجبور دي په ارزانه بیه یې په یوه او بله لاره په پاکستاني سوداګرو وپلوري.

ځدراڼ وايي: «له افغانستان څخه د جلغوزیو د قاچاق مسله د اندېښنې وړ ده، خو تر ډېره په دې کار سوداګر ملامت هم نه دي ځکه د دوی مال په ګدامونو کې خرابیږي او نه حکومت ورته تر اوسه دا زمینه برابره کړې، چې بهر ته دې واستوي، نو اوس هڅه کوي چې پاکستان ته یې په قانوني او ناقانونه ډول واړوي.»

د پکتیا ۱۸۰۰۰ کیلو ګرامه جلغوزي ایټالیا هیواد ته صادریږي

د جلغوزیو د حاصلاتو له کموالي او په ناقانونه ډول یې د انتقال په اړه له اندېښنو ور هاخوا بیا د پکتیا ولایت د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت ۱۸۰۰۰ کیلو ګرامه جلغوزي به په نږدې ورځو کې ایټالیا هیواد ته ولېږدول شي.

پکتیا کې د جلغوزیو د پروسېس فابریکه چې جلغوزي دلته پروسېس کېږي او بیا بهر ته صادریږي. انځور: اطلاعات روز

د کرنې ریاست په داسې حال کې د زرګونه کیلو ګرامه جلغوزیو د انتقالېدو ډاډ ورکوي، چې د تېر نظام له سقوط وروسته په ناقانونه ډول پاکستان ته د دغې وچې مېوې صادرات زیات شوي او له هماغه ځایه بیا د پاکستان په نوم چین او نورو اروپايي هیوادونو ته انتقالیږي.

د دې ولایت د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریس عبدالروف سعید وویل: «په نږدې درې یا دوو ورځو کې به د پکتیا ۱۸۰۰۰ کیلو جلغوزي یو بهرني هیواد چې هغه ایټالیا ده او دا نه یوازې د پکتیا بلکې د ټول افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده.»

د کرنې رییس زیاته کړې، چې سږ کال په دغه ولایت کې ۵۰۰ مټریک ټنه د جلغوزیو حاصلات تر لاسه شوي دي.

په پام کې ده چې د پکتیا زرګونه کیلو ګرامه جلغوزي ایټالیا هیواد ته صادر شي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

پکتیا، پکتیکا او خوست د سویل ختیځ زون هغه ولایتونه دي، چې ډیری غرونه یې د جلغوزیو په ونو پوښل شوي او هر کال ورڅخه د میلیونونو افغانیو په ارزښت دغه وچه میوه بهرنیو هیوادونو ته انتقالیږي، خو د صادراتو لپاره یې د منظم پلان او اسانتیاوو نشتون له امله ګاونډي پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کیږي او هماغه هیواد یې بیا په خورا لوړه بیه په خپل نوم نورو هیوادونو ته د خرڅلاو لپاره استوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه