پکتیا

ملي امنيت د پکتيا د ښار جوړولو يو کارکوونکی د بډو اخيستو په تور نيولی

اطلاعات روز: د پکتيا د ملي امنيت رياست د ښار جوړولو او ځمکو رياست يو تن انجنير د بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيولی دی.

د دې رياست يوې معتبرې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط اطلاعات روز ته وويل چې ياد کس په پروژو کې د عابد په نوم له يو شرکت څخه د ۱۰۰ زره افغانيو اخيستو پر مهال نيول شوی دی.

هغه وايي چې د دې کار لپاره له وړاندې د ورکول کېدونکو پيسو نمبرونه له دوی سره شريک شوي و.

د ښار جوړولو او ځمکو رييس عبدالرحيم افغان هم دا مسله تاييدوي او د ملي امنيت رياست ياده چاره له فساد سره د مبارزې په برخه کې ګټوره بولي.

افغان وويل چې د ياد انجينير له نيول کېدو وروسته له مسلې خبر شوی، خو زياتوي چې څو دوه ځله يې هغه ته د روڼ کار کولو لپاره رسمي توصيې ورکړې وې.

نوموړي زياته کړه چې په داسې چارو کې کې شرکتونه هم پړه دي او ډېر وخت د هغوی لخوا د ناوړه کار او ځينو نورو عواملو له امله فساد ته لار برابريږي.

دی وايي: «موږ د فساد ضد مبارزې او سم کار ته ژمن يو، په دې برخه کې د هيچا فشار ته نه تسليميږو. موږ د ملي امنيت يا بل هر ارګان، چې د فساد مخه نيسي، ملاتړي يو.»

د پکتيا ملي امنيت ریاست په روان کال کې د پکتيا مستوفيت مالي آمر هم د مالي او د کار او ټولنيزو چارو رييس په مالي او خلاقي فساد نيولي و.