ښوونکي: که معاشونه مو لوړ نه شي، ښوونځي تړو

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت د احمدابا او ګردېز ګڼو ښوونکو په احمدابا ولسوالي کې د يو لاريون پر مهال د ښوونکو د معاشونو زياتېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل که په دې اړه عملي ګامونه وانه خيستل شي، نور به زده کوونکو ته تدريس ونکړي.

دوی شکايت کوي چې د ولسمشريزو ټاکنو او د ښوونکي په ورځ ور سره تکراري ژمنې کيږي، خو نور به په ژمنو ونه غوليږي او که په دې برخه کې عملي اقدام ونه ويني، ښوونځي به وتړي.

لاريون کوونکو ښوونکو “ښوونکي ته حقوق غواړو”، ښوونکی پاچا ندی، پاچا جوړوونکی دی”، “د ژمنو پر ځای دې زموږ مشکلات عملا حل شي” او ځينې نور شعارونه لېږدول.

د احمدابا مرکزي لېسې مدير عزيزرحمن انيس وايي چې په اوسني معاش آن د ښوونکو د ژوند لومړنۍ اړتياوې هم نه پوره کيږي او له دې امله نشي کولی زده کوونکو ته په ښه ډول تدريس وکړي.

انيس وايي: «د هر مال کال په پای کې د ښوونکو د معاشونو زياتولو خبره مطرح کيږي، خو عملي کيږي نه. په دولتي کچه په تر ټولو ټيټه سطحه کې ښوونکی دی، نو څنګه به د هېواد راتلونکی نسل وروزلی شي.»

يو تن ښوونکی اسعميل وايي چې د قانون له مخې د دولتي کارکوونکو تر منځ توپير منع دی، خو زياتوي چې دولت خپله د کارکوونکو تر منځ د معاش او امکاناتو له اړخه خورا زيات توپير رامنځته کړی دی.

نوموړي وويل: «د قانون له مخې د دولت د کارکوونکي او اتباعو تر منځ هېڅ ډول توپير بايد نه وي، خو د مثال په ډول وايم چې د ماليې وزارت د ۶ بست د مامور معاش ۱۶ زره افغانۍ دی او اضافه کاري هم اخلي، خو زموږ د ۶ بست معاش ۶ زره افغانۍ دی، ولې؟ دا د منلو نده.»

د احمدابا ولسوالي د پوهنې آمر سيف الرحمن سيار وايي چې د ښوونکو د شته کم معاش له امله ډېر لايق کسان هم يادې دندې ته زړه نه کوي.

سيار وويل: «ښوونکي مجبور مزدوري هم ور سره وکړي، په دې معاش خو ګوزاره نه کيږي. ډېر داسې کسان دي چې لايق دي او ورته اړتيا ده، خو د معاش د کموالي له امله دا وظيفه نکوي، ځينې يې په دې لټه کې دي چې بله دنده پيدا کړي او دا پرېږدي. د ښوونکي حالت واقعا د خواشيني وړ دی.»

د پکتيا د ښوونکو د منتخبې شورا مشر رياض علي زوی د ښوونکو د ستونزو حل ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او وايي چې نه يوازې له ګڼو ژمنو سربېره يې معاشونه ندي لوړ شوي، بلکې د يوې، يوې نومرې ځمکې ورکولو په اړه هم ور سره تر اوسه دروغجنې ژمنې شوې دي.

علي زوی وويل: «د معلم معاش بيخي کم دی، په دې معاش په اوسنيو حالاتو کې هېڅ ضرورتونه نه پوره کيږي. کله چې د ښوونکي ذهن د کور او اولاد له ضرورتونو تش نه وي، نو څنګه به آمادګي ونيسي او څنګه به تدريس وکولی شي؟ که د معلمانو معاش زيات نشي، لاريونونو او اعتراضونو ته به دوام ورکړو.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي هم د ښوونکو ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د معاشونو په اړه د پرېکړې صلاحيت له مرکز سره دی او دوی هم د هغوی مثبتې پرېکړې ته هيله من دي.

فدايي وويل:«د ښوونکو د نومرو د وېش په اړه اساسي ستونزه دا ده چې په ټول هېواد کې د ځمکو د وېشلو لړۍ بنده ده او په دې اړه د ولسمشر او کابينې پرېکړې ته منتظر يو، په دې اړه پر يو خاص طرزالعمل کار کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورځو کې يو ځل بيا د پارلمان لخوا او په ټولنيزو شبکو کې د ښوونکو د معاشونو زياتولو مسله راپورته شوې ده.

پکتیا کې دمګړۍ شاوخوا ۵ زره ښوونکي شته، چې کابو ۲۶۵ زره زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته